نړۍ

ملګري ملتونه : ترکیه دې اضطراري حالت او تاوتریخوالی ختم کړي

 دامريکاغږ باختر دوري دمياشتې لومړۍ نيټه :
ملگرو ملتونو د سه شنبې په ورځ پر ترکیې غږ وکړ چې په هیواد کې بېړنی حالت چې د ٢٠١٦ کال د جولای راهیسې نافذ شوی پای ته ورسوي.             د ملگرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنر زید راد الحسین وایي په تیرو ١٨ میاشتوکې په ترکیه کې بېړنۍ حالت د بشري حقونونه دپراخوسرغړونو سبب شوی دی او په نتیجه کې یې شاوخوا ١٦٠٠٠٠ زره کسان زنداني شوي او ١٥٢٠٠٠ ملکي مامورین په زور له کاره گوښه کړای شوي دي.                 خو د ترکیې د بهرنیوچارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د ملگرو ملتونود بشري  حقونو انتقادونه بیځایه  ادعاوی  او تورونه دي  چې د ترهگر سازمانونود پروپاگند نه یې رنگ اخیستی دی.                                  د ملگرو ملتونو  رپوټ وایي ترکیه  باید  بېړنی حالت سمدستي لغو  کړي،             د تاسیساتو او د قانون حاکمیت باید بیرته نافذ کړي.                                       په ترکیه کې د ٢٠١٦ کال په جولای کې له ناکامې کودتا وروسته جمهور رئیس رجب طیب اردوغان بېړنی حالت اعلان کړاو څه دپاسه ٢٠ فرمانونه یې صادر کړل چې د ملگرو ملتونو د بشري حقونو په وینا له مخې یې بندیان شکنجه او ځورول شوي او په قضایي چارو کې د حکومت له لورې مداخله شوې ده، د ترکیې حکومت د فتح الله گولن شبکه چې د امریکا په متحده ایالاتو کې یې په پخله خوښه جلا وطني غوره کړې، د ترکیې د ناکامې کودتا په طرحه کولو تورنوي چې په کې ٢٥٠ کسان ووژل شول. خو ښاغلي گولن             د ترکیې په کودتا کې هر ډول لاس لرل رد کړي دي.                                     د ملگرو ملتونو د بشري حقونو دغه ٢٨ مخيز رپوټ ویلي چې د ترکیې په ټولو زندانونو کې شکنجه او ناوړه چلند کیږي چې په کې پراخې وهنې ټکونې، جنسي تیري او برق ورکونې شامل دي.                                          د ملگرو ملتونو د بشري حقونو دفترهمداشان په ترکیه کې د حالاتو د پلټنې لپاره د بشپړه لاس رسي غوښتنه هم کړې ده.                                            پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته