سیاست

افغانان د تاریخي انتخاب په درشل کې

 کابل / د غویي ۱۵مه / باختر
په دغو وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې جګړو زور اخیستی دی. له دې سره جوخت یو شمېر نړیوالو رسنیو رپوټونه ورکړي دي چې د امریکې متحدو ایالتونو جمهوررییس ډونالد ټرمپ له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو امر کړی دی او د کرونا ویروس د خپرېدو ګواښ د دغه ناببره پرېکړې سبب شوی دی. د بندیانو د خلاصون په اړه هم اختلافات لا نه دي حل شوي، که څه هم دا بهیر پیل شوی دی او ورو ورو پر مخ درومي.
پوښتنه دا ده چې په دغه راز کړکېچن حالت کې افغانان باید څه وکړي؟ د باختر آژانس سیاسي مفسر دې پوښتنې ته د ځواب موندلو هڅه کړېده او لیکي:
موږ په یو ډېر حساس اوکړکېچن حالت کې یو؛ له یوې خوا د کرونا ویروس د خپرېدوګواښ ورځ تر بلې جدي کېږي او د مثبتو پېښو شمېر ډېرېږي. له بلې خوا جګړې هم زور اخیستی دی او کله چې جګړه زور اخلي نو څرګنده خبره ده چې مرګ ژوبله هم ورسره زور اخلي. د افغانستان د نړیوالو متحدینو څپ څپاندي سیاستونه هم پر ټولنې خپلې منفي رواني اغېزې شیندي. دا ټول په ګډه د بحران له لا پیچلي کېدو سره مرسته کوي او د خلکو ژوند له ستونزو سره مخ کوي.
اوسني وضعیت ته په کتو، افغانان له یو ستر تاریخي انتخاب سره مخ دي. او هغه انتخاب دا دی چې یا به موږ له دغه بحراني وضعیته هېواد باسو او یا دا چې دا بحراني وضعیت به د پخوا په څېر دوام مومي. که دویم انتخاب ته کتنه وکړو نو په زغرده ویلی شو چې د دغه انتخاب پایله باید ټولو ته لکه لمر روښانه وي اوهغه پایله دا ده چې ملت او هېواد به د تباهۍ لور ته ځي، افغانان به وژل کېږي، زموږ شتمنۍ به له خاورو سره خاورې کېږي او نړیواله ټولنه به له افغانستانه د تل لپاره مخ ګرځوي.
بشپړباور لرو چې دا د هېڅ معقول او منطقي افغان انتخاب کېدای نه شي، دا د هېڅ هغه افغان، چې له خپل هېواد او ملت سره ډېره لږه مینه هم لري، انتخاب کېدای نه شي. هېڅوک نه غواړي هغه لاره غوره کړي چې پایله یې تباهي او بربادي ده.
معقول انتخاب دا دی چې باید موږ خپل ټول امکانات وکاروو چې هېواد له اوسني کړکېچن وضعیته وباسو. د دې لپاره چې موږ هېواد له اوسني کړکېچن وضعیته وباسو، نو څو کارونه باید وکړو: تر ټولو لومړی کار خو دا دی چې باید سیاسي اختلافاتو ته پای ورکړو. په اوسني کړکېچن پړاو کې د سیاسي اختلافاتو دوام که په هر نوم او هره پلمه وي او د هرې موخې لپاره وي، د زغم وړ نه دی. اوسنی پړاو د یووالي پړاو دی، اوسني پړاو د کرونا او خونړۍ جګړې پر خلاف  ګډ سنګر کې د درېدو پړاو دی؛
دویم مهم کار دا دای چې باید د اوربند لپاره کار وشي، افغان وژنه نوره د زغم وړ نه ده؛ باید له ټولو کورنیو او نړیوالو امکاناتو او فشارونو کار واخیستل شی او ښکیل لوري اړکړای شي چې اوربند ومني.
درېم مهم کار د افغانانو تر منځ د خبرو پیل دی. باید دا خبرې ژر ترژره پيل شي او لوړوملي ګټو د کلکې ژمنتیا پر بنسټ پیل شي. یوازې د  افغانانو ترمنځ د خبرو له لارې روانې ستونزې حل کېدای شي او جګړه د تل لپاره پای موندلی شي.
ټول رښتیني او زموږ ملي او دیني ارزښتونو ته ژمن افغانان باید د همدغه انتخاب لپاره کار وکړي او همدا لاره غوره کړي، دا د هېوا د او ملت د خلاصون او ژغورنې لاره ده.ختم- ن. ش.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته