امنیت

ديوې تروريستې ډلې نهه تنه غړي ووژل شول .

کابل باختر دليندى څليرويشتمه :
ديوې تروريستي ډلې نهه تنه غړي تيره شپه په غزني ولايت کې ووژل شول .
دغه کسان دغزني ولايت په ده يک ولسوالۍ په شيروکلي  کې  دافغان او نړيوالو ځواکونو په ګډو عملياتو کې ووژل شول .
دغزني ولايت مرستيال محمد علي احمدي دباختراژانس خبريال ته وويل دغه ډله له څه مودې راپديخوا دامنيتي ځواکونو تر څارنې لاندې وه او تل يې داندړو او ده يک دولسواليو  په اړوندو سيمو او دميدان وردګو ولايت په لويه لاره کې په چاوديدونکو بريدونو ، دسپرليو په تښتونې  او دخلکو په ځورونې لاس پورې کاوه چې په پاى کې ددغه کلي په يوه مدرسه کې چې له هغې څخه يې دسنګر په توګه استفاده کوله ووژل شول .
احمدي هېله  وکړه چې ددغې  تروريستي ډلې په له منځه تللو سره به امنيتي حالت ښه والى ومومي .   

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته