اقتصاد

چارواکي: په هلمند کې د پاسپورټونو له لارې نږدې اته میلیونه عواید ترلاسه شوي دي

کابل / د سلواغې ۱۱ مه / باختر
د هلمند د پاسپورټ ریاست مسوولین وايي چې په تېرو درېيو میاشتو کې یې پر ۱۳۰۰ کسانو پاسپورټونه وېشلي او ۲۷۰۰ نور پاسپورټونه تر کار لاندې دي.
د هلمند د پاسپورټ رییس حبیب الرحمن حبیب باختر آژانس ته وویل چې په تېرو درېیو میاشتو کې یې د پاسپورټونو د وېش له لارې نږدې ۸ میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه کړي دي.
په وینا یې د پاسپورټونو د وېش لړۍ په چټکۍ سره روانه ده او هڅې کوي چې دغه لړۍ نور هم ګړندۍ کړي.
په ورته وخت کې د یاد ولایت اوسېدونکي وايي چې د پاسپورټونو د وېش کار کوونکي لږ دي، نو ځکه د پاسپورټ ترلاسه کولو لپاره ډېر وخت په تمه پاتې کېږي. دوی له اسلامي امارت غواړي چې د پاسپورټونو د وېش کارکوونکو شمېر زیات کړي.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته