سیاست

جمهوررئیس د هوا له لارې د کابل سیند د مسیر او کمپنۍ پله په ګډون د وروستیو سېلاوونو له امله زیانمنې شوې سیمې وکتلې

کابل/باختر/ د غويي دمياشتې٣ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني د لویې جرګې خېمې په تالار کې د مشورتي لویې جرګې جوړولو کمېسیون له مشرتابه او غړو سره تر کتنې وروسته د هوا له لارې د کابل سیند د مسیر او کمپنۍ پله په ګډون د وروستیو سېلاوونو له امله زیانمنې شوې سیمې وکتلې.
د جمهور رییس د ویاند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د ترانسپورټ وزیر چې د جمهور رئیس ملتیا کوله، د خپلو اقداماتو په ځانګړي ډول د کمپنۍ پله د بیا رغاولو راپور وړاندې کړ او وې ویل، د کمپنۍ پله د بیا رغاولو چارې د وري په ۳۱ نېټه پیل او د غويي تر ۱۰ بشپړیږي.
هغه زیاته کړه: دغه وزارت د ۱۶۰ متر اوږد او ۱۳ متر پلن د دویم موازي پله د جوړولو کار هم پیل کړی چې په دوو کالو به بشپړ شي.
جمهوررئیس غني د کمپنۍ پله د بیا رغاولو په خاطر د ترانسپورټ وزارت له اقداماتو څخه د قدردانۍ ترڅنګ د کابل سیند د مسیر په پاکولو او د شاخوا سیمو د غصب پر مخنیوي ټینګار وکړ.
پای – ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته