امنیت

ملي اردو د سړک جوړونې پنځلس کارکوونکي د وسله والو له منګولو راخلاص کړل

کابل  باختر دکب دمياشتې١٥:
د میدان وردګو ولایت په سیدآباد ولسوالۍ کې د ملي اردو سرتیرو د سړک جوړونې پنځلس کارکوونکي د دولت وسله والو مخالفینو له منګولو راخلاص کړل.

وسله والو طالبانو د ازادخیلو او هفت اسیا سیمو ترمنځ د بګورا سړک جوړونې شرکت دکارکوونکو موټر درولی او غوښتل یې هغوی وتښتوي.
دغه کار کوونکي د کابل ـ کندهار سړک زیانمنې شوې برخې او پلګوټي جوړوي، چې د دولت وسله والو مخالفيو په بمونو الوزولي او زیانمن کړي یې دي.
یو ې سيمه ييزې سرچینی باختر آژانس ته ووایل "طالبانو د سړک جوړونې شرکت موټر چلوونکی وژلی او دوه کارکوونکي یې ټپیان کړي؛ خو د پیښې سیمې ته د ملي اردو سرتیرو په رسیدو پنځلس نور کسان د طالبانو له منګولو راخلاص او ژغورل شوي دي."
همداراز د میدان وردګو والي  حیات الله حیات پیښه کې پر رامنځته شوې مرګ ژوبله خواشیني ښودلې او د ملي اردو سرتیرو د ښه فعالیت ستاینه یې کړې، چې د سړک جوړونې شرکت پنځلس کارکوونکي یې د طالبانو له منګولو وژغورل.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته