– کابل/ دتلې ٧مه / باختر:
درې ديرش وسله وال طالبان پرون او تېره شپه په هوايي بريدونو کې ووژل شول.
د ٢٠٣ تندر قول اردو دمطبوعاتي دفترسرپرست ايمل مومند باختراژانس ته وويل ؛ په دغو وسله والو طالبانو دغزني مرکز د قلعه ، قره باغي او ليوان ، د خواجه عمري په حاجي ساحې او د دغه ولايت د ده يک ولسوالۍ په مربوطاتو کې په هوايي بريدونو کې ووژل شول .
مومند زياته کړه په دغو پېښو کې ٦ وسله وال طالبان ټپيان شول او د دښمن ١٤ موټرسايکلونه او دوه هاوانونه له منځه يووړل شول.
پاى ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ