کابل باختر د ليندۍ د مياشتې٢٠نيټه:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، نن له غرمې وروسته، د افغانستان لپاره د سویس له نا استوګن سفیر ښاغلي تاموس کولي سره د خپل کار په دفترکې وکتل.
د بهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې، دواړو لورو د دواړو هېوادونو د دوه اړخیزو اړیکو، سولې رغولو لپاره د افغانستان هلو ځلو، ګټو سره اړوند مسئلو او سیمه يیزو اندیښنو او دغه راز په افغانستان کې د سویس د پروژو او نورو ګڼو مسئلو په تړاو بحث او خپلې نظريې شریکې کړې
دغه را راز د بهرنیو چارو وزیر په ۱۹۲۰ میلادي کال کې دواړو هېوادونو ترمنځ د ډېپلماتیکو اړیکو له رامنځ کیدو څخه د یادونې په ترڅ کې د افغانستان او سویس اړیکې دوستانه او تاریخي وبللې.
تاکل شوې ده ښاغلى کولي په نږدې راتلونکي کې خپل باور لیک د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس ته وړاندې کړي.#
پاى_ذ
1 1 دقیقه لوستل