فرهنګ

شاعران لارښوونکي او ذهن جوړوونکي دي

کابل / د زمري ۲۷ مه / باختر
د کونړ والي محمد اقبال سعید د کوزې پښتونخوا او د هېواد د بېلابېلو ولایتونو له شاعرانو سره په غونډه  کې وویل چې شاعران لارښوونکي او ذهن جوړوونکي دي.
سعید زیاته کړه چې د شاعرانو وینا د ولس احساسات را پاروي او شعري پنځونې یې د مورنۍ ژبې د لومړیتوبونو په خوندیتوب کې بنسټیز ارزښتونه پالي او له مرګه یې ژغوري.
هغه وویل چې په دغه شان غونډو کې، تاریخي، فرهنګي او د ژبنۍ بډاینې ځانګړي ارزښتونه را سپړل کېږي او د نويو راټوکیدلو شاعرانو د هڅونې او ودې سبب ګرځي.
د باختر آژانس د سیمه ييز خبریال د خبر له مخې، له غونډې وروسته د کوزې پښتونخوا او د هېواد د بېلابېلو ولایتونو شاعرانو د کونړ تېر ماښام د شعرونو په زمزمو رنګین کړ.
شاعرانو د شعر په ژبه د طبیعت د ښکلاګانو ستاینه، د ولس غوښتنې، دردونه او د زړونو آوازونه خلکو ته وړاندې کړل او په ترنم او غزلو یې د شعر او شاعرۍ مینه والو تنده خړوبه کړه.
پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته