خبرونهامنیت

ملي دفاع وزارت: د هغو نړیوالو بنسټونو مخنیوی دې وشي، چې د بشرپالنې په نوم استخباراتي موخې تعقیبوي

کابل، غبرګولي۲۴مه، باختر

د ملي دفاع وزارت د ستر درستیز د روغتیایې چارو قومندانۍ له لورې پر یو شمېر معلولينو باندې بريښنايي ولچرونه ووېشل شول.

د یاد وزارت د ستر درستیز د روغتیايي قومندانۍ مشر ډاکټر محمد طاهر احرار په دې اړه جوړه شوې غونډه کې وویل چې دغه ۷ برېښنايي ولچرونه چې د تېر حکومت له وخت څخه په مختلفو ځایونو کې پاتې وو، بیرته را یوځای او نن يې پر مستحقو کسانو ووېشل.

نوموړي وویل چې دغه برېښنايي ولچرونه له تبعیض او توپیري چلند پرته د اسلامي امارت او تیر حکومت پر معلولو سرتېرو باندې ووېشل شول.

مولوي احرار زیاته کړه چې د اسلامي امارت چارواکي په ځانګړي ډول د ملي دفاع وزارت به هیڅکله د معلولینو قربانۍ له پامه ونه غورځوي او د امکان تر کچې به هڅه وکړي چې د معلولینو لاسنیوی وکړي.

نوموړي په افغانستان کې د معلولینو په برخه کې د فعالو سازمانونو په ځانګړي ډول سره صلیب نه هم ګیله وکړه، چې ګواکې هغه مصنوعي غړي چې یاده کمېټه يې معلولینو ته جوړوي معیاري نه دي او معلولین د ډیر وزن له کبله ورڅخه سمه ګټه نه شي پورته کولای.

په همدې حال کې د ملي دفاع وزارت د کشف رئيس مولوي علي محمد معتصم پر هغو نړیوالو موسساتو او بنسټونو کلکې نیوکې وکړې، چې په افغانستان کې د معلولینو په برخه کې فعالیت کوي.

معتصم وویل چې د دغو موسساتو ډیری هغه يې د بشرپالنې په نوم استخباراتي موخې تعقیبوي او له معلولینو سره د مرستې په برخه کې د پام وړ کومه لاسته راوړنه نه لري.

د ملي دفاع وزارت د کشف رئيس د اسلامي امارت له مشرتابه نه په کلکه غوښتنه وکړه، چې په افغانستان کې د بشرپالنې په نوم د فعالو نړیوالو سازمانونو او موسسو د کارونو د ارزونې په موخه دې کوټلي ګامونه واخلي او ترجدي اقداماتو وروسته دې د هغو موسسو د فعالیت مخنیوی وکړي چې په افغانستان کې استخباراتي موخې تعقیبوي.

هېره دې نه وي چې د ملي دفاع وزارت د ستر درستیز روغتیايي قومندانۍ تر دې وړاندې هم دوه ځلې پر معلولینو باندې برېښنايي ولچرونه وېشلي وو او په وینا يې دا لړۍ به جاري وساتي.

افغانمل

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته