سیاست

د جمهور رئیس غني په مشري د تدارکاتو ملي کمیسیون غونډه وکړه

کابل_باختر_ د غبرګولي د مياشتې ٣ مه:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني په مشري د تدارکاتو ملي کمیسیون اوونیزه غونډه تېره شپه په ارګ کې ترسره شوه.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې ناسته کې د جمهوري ریاست دویم مرستیال قانونپوه محمدسرور دانش او د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټرعبدالله عبدالله هم حضور درلود. د هوایي ډګرونو د امنیت د تامينولو په اړه د ملکي هوایي چلند د مستقلې ادارې قرارداد وڅيړل شو، جمهور رئیس غني د هوایي ډګرونو امینت ارزښتناک وګاڼه او دغه قرارداد یې تائید کړ.
همدارنګه په دې ناسته کې د کانونو او پټرولیم، کورنیو چارو، ملي دفاع، پوهنې، فواید عامې او عامې روغتیا د وزارتونو قراردادونه وڅيړل شول او په اړه یې لازمې لارښوونې وشوې.
جمهور رئیس د وزارتونو د تدارکاتو د بهير په قانوني کېدو او په تدارکاتي اجرااتوکې یې د اساسي او  لازمو ټکو په مراعتولو ټینګار وکړ.  پوهنې وزارت ته یې لارښوونه وکړه چې له کورنیو چاپخونو څخه د ملاتړ او د قراردادونو په پروسه کې د هغوی د سیالۍ د ظرفیت لوړولو هڅه وکړي.
جمهور رئیس د پوهنې وزارت د قراردادونو، په ځانګړي ډول د ښوونځیو د درسي کتابونو د چاپ په هکله وویل چې د درسي کتابونو چاپ ته دې لومړیتوب ورکړ شي او د مالیې وزارت ته یې لارښوونه وکړه چې د مرسته کوونکو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو له استازو سره غونډه جوړه  او  د درسي کتابونو د چاپ  موضوع بشپړه کړي.
همدارنګه جمهور رئیس دمالیې وزارت ته لارښوونه وکړه چې له لومړي څخه تر نهم ټولګي پورې د درسي کتابونو د چاپ د پڅ بهیر موضوع وڅيړي او لامل یې تشخیص کړي.
په همدې ډول یې د مالیې وزیر ته لارښوونه وکړه چې د افغانستان له چاپخونو سره د رنګ او کاغذونو د مالیو په برخه کې انعطاف وکړي.
په همدې ترتیب په دې غونډه کې د اووه ملیارده افغانیو په ارزښت د عامې روغتیا وزارت قراردادونه پروسس او تائید شول.
د غونډې په پای کې د چارو ادارې د عمومي ریاست له مسوولینو څخه په لسو قراردادونو کې د یو ملیون ډالرو د سپما له امله مننه وشوه.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته