امنیت

جمهوررئیس غني د جمهوري ریاست د ساتنې لوی ریاست،د لوړپوړو چارواکو د امنیت او ساتنې ریاست او ب کنډک رهبري تقدیر کړه.

کابل باخترد کب دمياشتې ١٨ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني پرون د جمهوري ریاست د ساتنې لوی ریاست، د لوړپوړو چارواکو د امنیت او ساتنې ریاست او ب کنډک رهبري د امنیت د ټینګښت او د دښمن د شومو پلانونو په شنډولو کې د همغږۍ او خپلو دندو د ښه ترسره کولو په خاطر تقدیر کړل.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:

په هغو مراسمو کې چې په دې موخه د ارګ په سلام خانې مانۍ کې د دغو ارګانونو د مسوولینو او منسوبینو په حضور کې جوړ شوي وو، په پیل کې د جمهوررئیس فرهنګي سلاکار اسدالله غضنفر د تقدیرنامو د ورکړې حکمونه ولوستل.
په حکمونو کې د جمهوري ریاست د ساتنې لوی رئیس ډګرجنرال اخترمحمدابراهیمي، د لوړ پوړو چارواکو د امنیت او ساتنې رئیس ډګرجنرال صبغت الله سایق او د ب کنډک قومندان ډګروال محمدنعیم وستایل او هغوی ته یې  تقدیرنامې ورکړې.
د هېواد جمهوررئیس او د وسله والو ځواکونو اعلی سرقومندان دې منسوبینو ته په خطاب کې وویل: د افغانستان ملت او زه ستاسې د هر یو منندوی یوو، ځکه ستاسې په زړورتیا، مېړانې او صادقانه تعهد د دښمن شوم پلانونه شنډ شوي دي. هغه زیاته کړه، تاسې د افغانستان د ملي یووالي او همغږۍ ښه سمبول یاست.
جمهوررئیس محمداشرف غني د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د اتلولیو او سرښندنو قدرداني وکړه او څرګنده یې کړه هره شیبه د دې ځواکونو د شهیدانو کورنۍ زما په یاد دي او د هغوی پالنه کوم.
وروسته د جمهوري ریاست د ساتنې لوی رئیس ډګرجنرال اخترمحمد ابراهیمي د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو ته دجمهوررئیس غني د لاسرسي او پاملرنې قدرداني وکړه ويې ویل، ډاډ درکوم چې ستاسې په قیادت به خپلې دندې همداسې صادقانه ترسره کوو.
هغه څرګنده کړه، د جمهوري ریاست د ساتنې لوی ریاست ټول پرسونل او منسوبین به په پوره ژمنتیا او مېړانې د افغانستان د خلکو د سولې او ثبات د دښمنانو پر وړاندې ودرېږي او د تېر په څېر به د هغوی شوم پلانونه شنډ کړي.
وروسته ، د لوړپوړو چارواکو د امنیت او ساتنې رئیس ډګر جنرال صبغت الله سایق او د ب کنډک قومندان ډګروال محمدنعیم په خپلوخبرو کې د هېواد د جمهوررئیس د حسن اعتماد او تقدیر ترڅنګ هغه ته ډاډ ورکړ چې په خپل ټول توان به د نظام او خپلې خاورې دفاع کوي.
هغوی وویل د جمهوررئیس له لوري د دوی تقدیرول  هغوی ته د ورسپارل شویو چارو د ترسره کولو لپاره زیاته انګیزه ورکوي او چمتو دي چې د خپلو ملي او هېوادنیو ارزښتونو د دفاع په خاطر د تېر په څېر زیاتې هڅې وکړي.پاى_ ذکرالله
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته