اقتصاد

افغانستان ته د پاکستان په صادراتو کې تريو مليارد ډالرو پورې کمښت راغلى دى.

کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ١١
د افغانستان او پاکستان ترمنځ په   سوداګرۍ  کې دکتنې  وړ کمښت راغلى دى.
باختر آژانس دنړيوالو رسنيو له خولې خبر راکړ  :  دخيبر_ پښتونخوا دسوداګرۍ او صنايعو خونه  وايي چې اوس افغانستان دخپلې سوداګرۍ يوازې لږه برخه دپاکستان له لارې او زياته برخه  يې د ايران دچابهار دبندر له لارې راکړه   ورکړه  چې دغه کار افغانستان ته دپاکستان په صادراتو کې تر يو مليارد   ډالرو   پورې
لږ کړى دى.
دچابهار بندر دايران دسيستان په  ولايت کې دعمان سيند او د  هند د  سمندر ترڅنګ موقعيت لري .
دغه راز ويل کيږي  چې دغه  بندر د نړۍ د سترو تجارتي بيړيو د دريدو   وړتيا  لرې او دايران له مهمو تجارتي سيمو څخه  پيژندل کيږي.
دغه بندر دافغانستان ، ترکمنستان، ازبکستان ، قزاقستان او تاجکستان  په ګډون په  وچې پورې د منځنې آسيا يو شمير هيوادونو د سوداګرۍ له پلوه زيات ارزښت لري .
د اقتصادى چارو يو شمير کارپوهان وايي چې دايران له چابهار بندر څخه استفاده دافغانستان دسوداګرۍ  لپاره ښې  آسانتياوې برابروي.
دوى ټينګار کوي  دافغانستان دسوداګرى په وړاندې دچابهار د بندر پرانستل کيدل په هيواد کې د پاکستان د دولت سياسي فشارونه  هم کمښت مومي.
له چابهار بندر څخه داستفادې موضوع له لسو کلونو راپه دې خوا د افغانستان ، هند او د ايران دهيوادونو د دولتي مقاماتو دخبرو وړ موضوع  ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته