نړۍ

دايران په اټومي تاسيساتو کې دورانکارې په تور دڅلورو تنو نيول کيدل .

تهران   وي او اى- باختر دتلې دمياشتې ١٥
ايراني مسوولينو څلور تنه ددغه هيواد په اټومي تاسيساتو کې دورانکارۍ په تور نيولي دي.
دايران داټومي انرژۍ دسازمان  رييس علي اکبر صالحي ويلي دي چې دغه څلور تنه د يوې مودې لپاره تر نظر لاندې و.
دفارس خبري آژانس دصالحي له خولې خبر ورکړ :  چې څه موده مخکې د اټومي تاسيساتو په يوه برخه کې څلور تنه ونيول شول چې داقداماتو د ترسره کولو په حال کې وو ..
ده په عين حال کې زياته کړه ،   چې دغه افراد له پيل څخه ترنظر لاندې و خو هغوى ته اجازه  ورکړ  شوه چې خپل کارونه ترسره کړي  چې په خپل وخت ونيول شول .
خبرځاى داټومي انرژۍ  سازمان درييس له خولې خبر ورکړ چې نيول شوى کسان ددغه سازمان کارکونکي دي او اوس تر پوښتنې لاندې دي .
صالحي ونه ويل چې دغو کسانو په کومه برخه کې د ورانکارى نيت درلود .
ايران تل ويلې دي چې اټومي پروګرام يې سوله ييز دى او د انرژۍ  د توليد لپاره دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته