نړۍ

دطالبانو اودپاکستان ددولت دخبرو لومړى پړاو پاى ته ورسيد .

اسلام آباد بي بي سي باختر دسلواغې دمياشتې ١٨:
دپاکستان د  حکومت داستازو اودپاکستاني طالبانوله خوا دمعرفي شويو  استازو   کتنه پاى ته ورسيده .
په رارسيدلو خبرونو کې ويل شوي دي  چې  دواړو لورو  دخبرو دپيل کولو لپاره  دفضا دبرابرولو په مقصد  دځينو مواردو په باب  موافقه  کړې ده .
دډيورند له کرښي اخوا په قبايلي سيمو کې داړوندو چارو  دخبرو ترسره کول او داوربند دټنيګښت لپاره له دواړو لورو څخه غوښتنه  ددغو موافقو له ډيرو مهمو مواردو څخه دي .
په همدې حال کې  دواړو لورو موافقه کړې ده چې  دغه خبرې دې بايد  له اندازې زياتې  اوږدې نه شي .
ددواړو لورو کتنه پرون سهار پيل شوه خو ددغې کتنې  دقيق ځاى اعلام نه شو.
ددواړو لورو ترمنځ دبلې کتنې وخت هم نه دى مشخص شوى .
د پاکستان  د ډي ډان  ورځپاڼې په  ليکنه  د پاکستاني طالبانو تحريک  خپلو استازو ته   واک ورکړى دى  په هغه صورت کې چې  دپاکستان  حکومت  په قبايلي سيمو کې دخپلو پوځونو  ځاى پرځاى کول وځنډوي  دطالبانو مرکچيان دې له
اوربند سره  موافقه وکړي .
ددغې  کتنې هدف  دخبرو دپرمخ بيولو لپاره  دلارې ديوې نقشې پرسر يوه     موافقه ده .
دپاکستان دخبري منابعو دڅرګندونوله مخې  :   په دې کتنه  کې  دنيول شويو طالبانو او دهغو حکومتي کسانو  دخلاصون په باره کې هم   خبرې شوي دي   چې دطالبانو له خوا نيول شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته