سیاست

اجرائیه رئیس د انګلستان د بهرنیو چارو وزارت د بهرنیو اړیکو او ټولګټو هېوادونو د څانګې له مشر سره وکتل

کابل_باختر د کب د مياشتې ١٠ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټرعبدالله عبدالله نن په کابل کې د انګستان د شاهي هېواد د بهرنیو چارو وزارت اړوند د ټولګټو هیوادونو (کامن ویلت) او بهرنیو اړیکو د څانګې له مشر سایمن ګاس سره وکتل.
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د اجراييه رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې د افغانستان د سیاسي وضعیت ترڅنګ د هیواد د سولې پر پروسې، امنیتي حالت، اقتصادي ودې او راتلوونکې باندې خبرې وشوې.
د انګستان د شاهي هیواد دغه مقام د هیواد له اجرائیه رئیس سره په کتنه کې د افغانستان سره د اوږدمهالې همکارۍ لپاره د خپل هیواد ژمنه بیا تازه کړه او زیاته یې کړه چې دوی په افغانستان کې دایمي سولې او امن ته سترګې په لاره دي.
دهه زیاته کړه، چې د سولې پروسه په افغانستان کې د ثبات له ټینګښت سره مرسته کوي او بریالیتوب یې اساسي ضرورت دی.
د هیواد اجرائیه رئیس ډاکټرعبدالله عبدالله د تیرو کلونو پرمهال د انګلستان هیواد له همکاریو د مننې ترڅنګ هیله وښوده چې دغه هیواد به د ډیرې مودې لپاره د افغانستان ترڅنګ ودرېږې.
ده زیاته کړه، چې افغان حکومت د اصلاحاتو یوه جامع لړۍ پیل کړې او په دې برخه کې یې له افغان ولس او نړیوالې ټولنې سره د خپلو ژمنو عملې کېدو ته لاره آواره کړې.
ده یادونه وکړه، چې افغان حکومت په پوځي برخه کې د لازمو تیاریو ترڅنګ د سولې پروسې ته هم امادګي لري او د سولې په مخامخ خبرو کې د ټولو افغاني ډلو ګډون ته لېوال دی.
ډاکټر عبدالله په نننۍ کتنه کې د ټاکنیزو سمونونو د پروسې په اړه هم خبرې وکړې او وویل، چې دا پروسه د حکومت لپاره د لومړيتوب او سرې کرښې حیثیت لري او هر ډول ټاکنې به تر هر اړخیزو اصلاحاتو وروسته کيږي.#  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته