کابل باختردلړم شلمه :
په ننګرهار ولايت کې د پنځو ښځو او درېيو ماشومانو په ګډون د داعش د ډلې ١١ تنه غړي پوځيانو تسليم شول .
دغه داعشيان چې ويل کيږي د پاکستان اوسيدونکي دي، له ډير وخت څخه راپدېخوا د ننګرهار ولايت د نازيانو په ولسوالۍ کې د ډيورنډ کرښې ته څېرمه په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت وو.
د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي چې دغه داعشيان، پر نازيانو د پوځيانو د عملياتو په بهيرکې تسليم شوي دي .
خبرپاڼه تاييدوي چې په تسليم شويوکسانوکې پنځه ښځې او درې ماشومان هم شامل دي .
په افغانستان کې د طالبانو او داعش په ډله کې د بهرنيو ډار اچوونکو او په تېره بيا د ښځې شتون، تل ثابت شوى دى.
افغان پوځي مقاماتو په وار وار سره ويلي دي چې که چېرې پاکستان وغواړي، افغانستان ته د ډار اچوونکو د تګ راتګ خنډ کيداى شي .
ختم_ شکريه _ اکرم