ټولنه

د لغمان ولایت د پولیسو له روزنیز مرکز څخه ۱۴۸ تنه پولیس فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول

کابل- دباخترآژانس دوږي٢٠:
د لغمان ولایت د پولیسو له روزنیز مرکز څخه ۱۴۸ تنه پولیس فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.
په دغو پولیسو کې ۷۰ تنه د عامه نظم او ۷۸ تنه ملي پولیس چې نن پرې د یوې غونډې په ترڅ کې چې د پولیسو د عامه نظم د لوی ریاست مشر پاسوال زمري پیکان، د لغمان ولایت مرستیال، د امنیې ٍقوماندان او نورو ګڼ شمیر فوځي چارواکو ګډون درلود بري لیکونه وویشل شول.
دغو ۱۴۸ تنو پولیسو ته د شپاړس اوونیز کورس په بهیر کې په بیلا بیلو تخنکي، مسلکي او عقید تي برخو کې د کورنیو استادانو له خوا د تدریس چارې پر مخ بیول کیدې، چې اوس به له فراغت وروسته ۷۰ تنه د عامه نظم په برخه کې او ۷۸ تنه به د نورستان ولایت د وایګل په ولسوالۍ کې په دندو وګمارل شي.
د لغمان ولایت د پولیسو روزنیز مرکز چې په ۱۳۸۷ لمریز کال کې د هیواد د جمهور رييس حامد کرزي له خوا په رسمي ډول پرانیستل شوی تر دې مهاله یې شا و خوا ۵۰۰۰ تنه پولیس په مسلکي زده کړو سمبال کړي او ټولنې ته یې د خدمت په موخه وړاندې کړي دي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته