نړۍ

غوسه ناکو خلکو يو سړي په پاکستان کې ژوندى وسوځاوه .

اسلام اباد ډي ډان دچنګاښ دمياشتې ١٥ :

دپاکستان پوليس وايي  چې نږدي دوه زرو تنو قهرجنو خلکو هغه سړي ته اور واچاوه  چې دکفر تور ورباندي لګول شوى دى .

پوليسو ويلي دي  چې نږدي دوه زره تنو په دې پوستې بريد  وکړ اوله امله يې  اته تنه پوليسان ټپيان شول.

دپوليسو دڅرگندونوله مخې، دوى په دى نه دي  بريالي شوي  چې ديرغلګرو په وړاندي مقاومت وکړي که څه هم پوليسو دخلکو دخورولو لپاره هوايي ډزې کړي دي اواوښکي بهونکي ګازيې کارولي دي .

 په دغه سړي  دپنجاب ايالت په بهاولپور سيمه کې دپوليسو په پوستې  دبريد تورلګول شوى دى  چې دمسلمانانو مقدس کتاب قران شريف يې په علني ډول سوځولى دى.

قهرجنو خلکو دپوليسو په دغه مرکز بريد وکړ او ددغه مرکز څلور ليږدونکي وسايط يې وسوځول  چې ددغه مرکز ځينې برخې داور لګيدنې له امله ويجاړشوي دي .

نه تائيدشوي خبرونه ددا څرګندوي چې دغه سړي  په هغه ځاى کې چې قران کريم يې سوځولى و  اور واچول شو.

  عيني شاهدانو ويلي دي چې په سلګونو تنو په داسې حال کې چې دغه سړي په اور کې سوځيده او دمرستې غوښتنه يې کوله ، دصحني ننداره کوله .

پوليس وايي چې  دسوځول شوى سړي دپيژندلو لپاره هلې ځلې کوي . دوى ويلي دي چې دغه سړي رواني ثبات نه درلود.

لاتراوسه پورې ددغه سړي دسوځولوپه اړوند څوک نه دي نيول شوي خو  پوليسو  ددغه سړي له خوا دقران کريم دسوځولو په باب خلکو ته دمعلوماتو دوړاندي کولو په اړوند ديوتن دنيولو خبرورکړى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته