امنیت

په غزنې کې په چاوديدونکو توکو ډک دوه واسکټونه وچول شول .

کابل باختر د مرغومي لسمه : په چاوديدونکو توکو ډک دوه واسکټونه نن په غزني ولايت کې کشف او وچول شول . دغزني دوالي وياند محمد عارف نوري باختراژانس ته وويل چې ددغه ولايت امنيتي منسوبان په چاوديدونکو توکو ډک دوه واسکټونه چې دوسله والو طالبانو له خوا دتروريستي بريدونو په موخه کابل ښار ته ليږدول کيدل دغزني ښار په مربوطاتو کې کشف او ددغه ولايت دامنيې قوماندانۍ دانجنيرى ټيم له خوا وچول شول. نوري زياته کړه چې امنيتي منسوبانو ددغې پيښې په اړوند يومشکوک سړى هم نيولى دى . ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته