امنیت

دملي اردو عسکر د فرا نسوي قطعو ځاى نيسي.

کابلباختر د غبرګولي ٦ مـــــه

د ملي دفاع وزارت وايي چې د افغا نستان د ملي دفاع وزارت تياري لري چې د فرا نسوي سرتيرو په وتلو سره خپلې قطعى او جزو تا مو نه په دغو سيمو کې ځاى پرځاى کړي .

 دملي دفاع  وزارت ويندوى جنرال محمد ظا هر عظيمى باختر اژانس ته وويل :د افغانستان ملي اردو تر دې ا ندازې پوځى لوړ تيا ، کميت او کيفيت ته رسيد لې ده چې په دغه شان حالاتو کې اود بهرنيو ځواکونو په وتلو سره له انديښنې او ترديد پرته امنيتي تشه ډکه کړي

ده وويل ،موږ تياري لرو چې د٢٠١٣ کال تر پايه پورې له کو مى انديښنې پرته د کورني امنيت د تا مينولو مسو ليت په غا ړه وا خلو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته