کابل/ د مرغومي ۱۳مه/ باختر
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ملي امنيت سلاکار ډاکټر حمدالله محب په مشري د امنيتي سکټور د لوړپوړو مقاماتو غونډه وشوه چې په پيل کې يې د هېواد د عمومي امنيتي وضعيت په هکله راپور وړاندې شو.
په ناسته کې وويل شول چې په هېواد کې د امنيتي او دفاعي ځواکونو ليکو ته د ځوانانو جلب و جذب زيات شوی او دغه لړۍ ورځ په ورځ پراخېږي.
دغه راز د امنيتي او دفاعي ځواکونو ليکو ته د جلب و جذب د پاليسي پر اصلاح او ارزونه خبرې وشوې چې له دې سره به دغه پروسه لا چټکه او اسانه شي.