نړۍ

ناتو : دافغان ځواکونو يرغليز پاليسي ښې نتيجې لري .

بروکسل  باختر د غبرګولي  نهه ويشتمه :
  په افغانستان کې دناتو غوڅ ملاتړ ماموريت وايي دياغيانو په وړاندې ددغه هېواد د ځواکونو يرغليزه پاليسي اغيزمنې نتيجې لري
ددغه ماموريت وياند جنرال چارلز  کليفلند دازادي راډيو ته وويل: که څه هم  په افغانستان کې جګړه ډير خطرناکه شوې ده خو دافغانستان دولتي ځواکونه دتيرکال په نسبت پياوړى دريځ کې دي
دافغانستان حکومت په کابل کې دجګپوړو مقاماتو دساتوونکو ياغيانو  پرتاسيساتو  داپريل دمياشتې له بريد وروسته  ياغيانو په وړاندې  خپل يرغليزه پاليسي اعلام کړه
په  دغه بريد کې ٦٤ تنه ووژل شول اوپه سلګونو  تنه نور ټپيان شول
دناتو  دغوڅ ملاتړ ماموريت هيله څرګندوي چې دامريکايي ځواکونو نوي جنګي  صلاحيتونه به دافغان ځواکونودلازيات ځواکمن کيدو سبب شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته