ټولنه

په هرات کې ددرې ويشتوځوانانو اوپيغلو ډله ييزودونه

کابل باختردثور دمياشتي٢٤ نيټه :

دافغانستان په لويديځ هرات ولايت کې ددرې ويشتو تنو ځوانانو اوپيغلو ودونه ديو خيريه مرکز په لګښت په ډله ييزه توګه ترسره شول.

دغه ډله ييز ودونه پرون ددغو ځوانانو اوپيغلو دکورنيو ، قومي مشرانو اوددين دعالمانو په ګډون په هرات ښارکې دبشردحقوقو دکميسيون په تالارکي ترسره شول .

درارسيدلو خبرونو له مخې دغو ځوانانو اوپيغلو داقتصادي ستونزو په دليل تراوسه پورې دواده  دکولو توان نه درلود.

ددغو دودنو يوبرخه وال ځوان باختراژانس ته وويل چې دى درې کاله ګوژدن پاتي شوى دى خوداقتصادي  ستونزو  اودواده دملا ماتوونکو لګښتونو له امله  په دې کار نه دي بريالي شوي . له دې امله چې دپيسوله لګولو پرته يي واده کړى دى خوښ دي  او ددغو مراسمو له پرځاى کووونکو څخه مننه کوي.

سيمه ييزمسوولين وايي چې دډله ييزواده دغه غونډۀ په هرات  ولايت کې دامام خميني دمرستند وي کميټي په مالي مرسته  جوړه شوې ده .

ويل کيږي  چې دواده په دې غونډه کې هرځوان او پيغلي ته ددغي کميټي له خوا دپنځه ويشتو زرو افغانيو په لګښت دکور وسايل هم برابرشوي دي.

دډله ييزواده دجشن په دغو مراسمو کې  برخه والو عالمانو دپيغلو له کورنيو څخه وغوښتل چې داسلام دمبين دين داسلام دسترپيغمبر دحکمونواو دودونو په پيروي  دواده په مراسمو کې له ماتونکو لګښتونو ته دځوانانو له اړ ايستلو څخه ډډه وکړي .

 دخيريه مرکزونو اودملي سوداګرو په مرسته  په دي وروستيو وختو کې په افغانستان کې  دډله ييزو ودونومراسم زيات شوي دي .

په دغومراسموکې هغو په سلګونوتنو ځوانانوچې داقتصادي ستونزوله امله په دې نه دي بريالي شوي چې واده وکړي ، ودونه کړي دي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته