نړۍ

داسراييلو په هوايي بريد کې دوه تنه فلسطينيان ووژل شول.

غزه  الجزيره  – باختر دکب دمياشتې ١٣
دغزې  په  تړانکې داسراييلو دهوايي بريد له امله دوه تنه فلسطيني ځوانان  ووژل شول   او دوه تنه نور ټپيان شول .
باختر آژانس دالجزيرې دخبرې شبکې له خولې خبر راکړ :  اسراييلي جنګي الوتکو پرون ناوخته  دغزې دتړانګې دشمال  په بيت حانون   ښارګوټې کې په   يوې ډلې فلسطينيانو بريد وکړ .
له دغه بريد وروسته دفلسطين امنيتي ځواکونو د غزې په تړانګه کې خپل مقرونه په بشپړه توګه تشل کړل  ځکه په ټيټې  ارتفاع دغزې دپاسه د اسراييلي الوتکو الوتنو  دپخوا په شان دوام   درلود.
اسراييلو  ادعا کړې ده  چې پوځيانو يې  په يوې ډلې فلسطينيانو بريدونه کړي دي چې دغزې له شمال څخه يې دتوغندي دتوغولو لپاره تيارى  نيوه.
اسراييلي پوځيان تل په غزې له هوايي بريد وروسته   تر بريد لاندې نيول  شويو اماکنو يا افرادو   په باره کې   دغه شان ادعا  ګانې طرحه  کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته