روغتیا

په هرات کې دڅو خصوصي روغتيايي مرکزونو تړل کيدل .

کابل باختر د سلواغې  پنځلسمه :
په هرات ولايت کې څو خصوصي روغتيايي مرکزونه له مقرراتو څخه دسرغړونې په دليل وتړل شول .
  دغه مرکزونه چې په هرات ښار کې فعاليت درلود او دموظف  هيئت دڅيړنې له امله ددوي  فعاليتونه دقانوني سندونو تر بشپړولو  پورې  وتړل شول .
  دهرات ولايت دعامې روغتيا درياست يوه مسوول باختراژانس  ته وويل دبهرنيو ډاکترانو څو کلينيکونه او روغتونونه چې په هرات ولايت کې جواز نه لري دهرات ولايت  د عامې روغتياد رياست له خوا وتړل شول.
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته