سیاستخبرونهTOPټولنه

سراج الدین حقاني: د افغانستان او جاپان ترمنځ تاریخي اړیکې د ناکامورا په څېر د مخورو او خواخوږو انسانانو له کړنو اغېزمنې دي

کابل، د مرغومې ۴مه، باختر

د کورنیو چارو وزارت سرپرست خلیفه سراج الدین حقاني او د دغه وزارت یو شمېر مرستیالانو د جاپان هېواد، سسکاوا سولې بنسټ له پلاوي سره د یاد وزارت د ناستو په تالار کې وکتل.

په دې کتنه کې یاد پلاوي کې د جاپان سوسکاوا سولې بنسټ مشر اتسوشي سونامي، د یادې موسسې غړی او افغانستان لپاره د یوناما پخوانی مشر تدامیچي یاماموتو او د دې بنسټ یو شمېر غړي شامل وو.

اتسوشي سونامي د سرتاسري امنیت په ګډون بېلابېلو برخو کې د اسلامي امارت لاسته راوړنې وستایلې او په وینا یې تمه ده چې د اقتصادي ستونزو په ګډون ډېر ژر ځینې شته خنډونه له منځه ولاړ شي.

د سونامي په وینا د افغانستان د ستونزو حل په موخه د حکومتي چارواکو او بنسټونو ترمنځ د اړیکو په څېر د غیر دولتي موسسو او اشخاصو ترمنځ هم د بېلابېلو ناستو ترسره کېدو ته اړتیا ده.

نوموړي زیاته کړ چې  د افغانستان ستونزې د بېلابېلو لارو په پام کې نیولو سره د حل وړ دي او د هوارېدو سره به یې د افغانستان او نړۍ ترمنځ شته واټن له منځه لاړ شي.

دغه پلاوي افغانانو سره د یوناما له لارې د جاپان هېواد له لوري د لا ډېرو مرستو ترسره کېدو هیله وښوده.

ورته مهال خلیفه سراج الدین حقاني دوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل چې جاپان، په سختو حالاتو کې افغانانو سره مرسته کړې او زیاته یې کړه چې دواړو هېوادونو ترمنځ تاریخي اړیکې د ناکامورا په څېر د مخورو او خواخوږو انسانانو له کړنو اغېزمنې دي.

حقاني زیاته کړه افغانستان ته د سسکاوا او ورته نهادونو د متخصصینو راتګ مثبت وباله او هیله یې څرګنده کړه چې دا بنسټونه د هېواد د وضعیت په سم او واقعبینانه تحلیلولو نورو ته سم او روښانه تصویر وړاندې کړي چې د ښو سیاسي پرېګړو مقدمه شي.

نوموړي دغه راز زیاته کړه چې د بهرنیانو له خوا رامنځته شوي محدودیتونه د بشري اړتیاوو د تراژیدي لامل ګرځي؛ حال دا چې د افغانانو اساسي بشري اړتیاوې باید له سیاسي مسایلو څخه په جلا توګه وارزول شي.

هغه وویل چې اوږدمهاله سیاسي مسایل د خبرو، تفاهم او دوه اړخیزو اړیکو له لارې د حل وړ دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته