کابل/ باختر/ د زمري ۵ مه
يو وسله وال طالب چې غوښتل يې د لغمان په اليشنګ ولسوالۍ کې د پوليسو د يوې پوستې په ساتونکو ډزې وکړي ووژل شو.
د کورنيو چارو وزارت د وياند د دفتر سرپرست نصرت رحيمي باختراژانس ته خبرورکړ، د وسله والو طالبانو يو نښه ويشتونکى کله يې چې غوښتل د لغمان د اليشنګ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د پولسيو په يوې پوستې بريد وکړي، پوليسو وواژه.
دغه تروريست پخوا په يوه کمين کې څو تنه امنيتي ځواکونه شهيدان کړي وو
ختم_ سعيده _ اکرم