امنیت

د هېواد په ختيځ کې د طالبانو او داعشيانو ترمنځ د جګړو دوام

جلال آباد باختردتلې د مياشتې ٢٤ نيټه  :
د ننګرهار ولايت  د وسله والو طالبانو او داعشيانو ترمنځ د خونړيو جګړو ډګر و.
دغه جګړې تېره شپه په خوږياڼيو ولسوالۍ کې پيل شوې او تر اوسه پورې دوام لري .
د را رسيدلو خبرونوله مخې:
دغه جګړې په سيمه کې د دواړو ډلو د پراختيا غوښتنې له امله رامنځته شوې دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي باختر آژانس ته وويل چې په دغو جګړو کې شپږ تنه داعشيان او درې تنه وسله وال طالبان وژل شوي او له دواړو لورو څخه درې تنه نور ټپيان شوي دي.
په همدې حال کې ويل شوي دي چې ددغو جګړو له امله په لسګونو کورنۍ    د خپلو کورونو پريښودو ته اړې شوې دي.
د هېواد په ختيځ کې د طالبانو او داعشيانو ترمنځ جګړې په وروستيو څو ورځوکې زياتې شوې دي.
پاى  ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته