۱۰۰ ورځې

محمد يونس قانوني دانتخاباتو دخپلواک کميسيون له رييس سره وکتل .

کابل باختر دوري نهمه :
دجمهوري رياست لومړي مرستيال محمد يونس قانوني  نن غرمه دانتخاباتو دخپلواک کميسيون له رييس ډاکتر احمد يوسف نورستاني او ددغه کميسيون له نورو کميشنرانو سره دخپل کار په دفتر کې وکتل
  دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ دجمهوري رياست لومړي مرستيال په دې کتنه کې دجمهوري رياست  دانتخاباتو په رسانه يي پوښښ چې ټاکل شوې ده په څو راتلوونکو ورځو کې په هيواد کې ترسره شي ټينګار وکړ اوهيله يې وکړه چې  رسنۍ په خپلو خپرونوکې په راتلوونکې  دافغانستان دخلکو هغه هيلې چې دانتخاباتو  په نتيجه کې به تبارز وکړي منعکسې  کړي چې په دې ملي بهير کې دخلکو ګډون لازيات پراخ شي .
دجمهوري رياست  لومړي مرستيال څرګنده کړه رسنۍ رسالت لري  چې  دانتخاباتو دملاتړ په لاره کې دې دهيواد دګرانو خلکو تر څنګ ولاړ وي .
ددغې کتنې  په  بهيرکې دانتخاباتودخپلواک کميسيون رييس ډاکتر احمد يوسف نورستاني په خپلې ټاکلې  ورځ دانتخاباتو دترسره کولو لپاره ددغه کميسيون دتياري يادونه وکړه اوزياته يې کړه چې موږ له تخنيکي او لوژستيکي  پلوه کومه ستونزه نه لرو اوباور لرو چې دهيواد امنيتي ځواکونه په ښارونو اوکليو کې  درايي ورکولو په ټولو مرکزونوکې  دانتخاباتو له مرکزونوسره په همغږۍ  کې وي چې دغه ملي بهير په ښه  توګه ترسره شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته