سیاست

د ولسي جرګې د رييسانو کميټې غونډه وکړه

کابل – باختر دمرغومې ديرشمه  :
د ولسي جرګې د رييسانو دکميټې غړو نن د١٣٩٢ مالي کال بودجې د طرحې په باب د ماليې له وزير سره خبرې وکړې.
دباختر آژانس د خبريال دخبرله مخې : د ولسي جرګې رييس عبدالروف ابراهيمي وويل: د ولسي جرګې د رييسانو دکميټې غړي به نن د ماليې وزير ډاکتر عمرزاخيلوال سره د بودجې د طرحې په باب چې دوه ځلې د ولسي جرګې له خوا رد شوې ده؛ خبرې وکړي.
له بلې خوا د ماليې وزارت ويندوى وحيدالله توحيدي ويلى دى چې د بودجې طرحه په کم بدلون سره د دريم ځل لپاره ولسي جرګې ته ليږل شوې ده او د ولسي جرګې له خوا د هغې د تاييد يا رد په صورت کې له قانون سره سم بودجه تصويب شوې بلل کيږي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته