سیاست

د جمهوررئیس غني په مشرۍ امنیتي غونډه جوړه شوه

کابل /دلړم ٢٣مه/ باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهورريیس محمداشرف غني په مشرۍ امنیتي غونډې د هېواد د عمومي امنیتي وضعیت په ځانګړي ډول د کابل ښار د امنیت د تامین په اړه بحث وکړ.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې غونډه کې چې تېر ماښام په ارګ کې وشوه، د امنیتي او دفاعي سکتور مسوولینو د امنیتي وضعیت، تهدیداتو او د دښمن د ځپلو په موخه د خپلو پلانونو په اړه خبرې وکړې.
غونډې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو ترمنځ پر لا زیاتې همغږۍ ټینګار وکړ او د امنیتي او دفاعي سکتور مسوولینو ته یې لارښونه وکړه چې د هېوادوالو په ځانګړي ډول د کابل ښاریانو د امنیت د ټینګښت لپاره لازیاتې هڅې وکړي.
جمهورريیس محمداشرف غني د دښمن د شومو پلانونو د دفع او خنثی کولو په خاطر د امنیتي او دفاعي ارګانونو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.# پاى- ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته