اقتصاد

د مالیې وزارت د ښځو د پیوستون له نړیوالې ورځې نمانځنه وکړه

کابل باخترد کب دمياشتې ١٦ مه
د مالیې وزارت نن د ښځو د پیوستون د نړیوالې ورځې په مناسبت د مالیې وزارت په خیبر هال کې نمانځنه وکړه.
د مالي وزارت د مطبوعاتو دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ:
په دې غونډه کې د مالیې وزارت د اداري چارو مرستیال محمد اقا کوهستاني، د مالیې وزارت د پالیسۍ مرستیالې ناهید سرابي، د ښځو چارو وزارت مالي او اداري مرستیالې نبیله مصلح، د شوراګانو په چارو کې د جمهور ريېس سلاکارې شهرزاد اکبر، د ښځو د حقونو فعالې حمیرا ثاقب، د دغه وزارت یو شمېر رئیسانو او د مالیې وزارت کارکوونکو ګډون کړی وو.
د مالیې وزارت د اداري چارو مرستیال محمد اقا کوهستاني، د مالیې وزارت ټولو کارکوونکو ته د ښځو د پیوستون د نړیوالې ورځې مبارکي ورکړه او ویې ویل:" موږ په مالیې وزارت کې د ښځو د شتون او وړتیا په برخو کې د زیات بدلون شاهدان یو، زموږ موخه دا ده چې د پوهاوي له لارې د ښځو د پیاوړتیا په برخه کې زیاتې هڅې وکړو.هغه زیاته کړه، موږ د ښځو د پیاوړي کولو په برخه کې په شعار بسنه نه کوو، بلکې عملي ګامونه پورته کوو".
د مالیې وزارت د پالیسۍ مرستیالې ناهید سرابي، ټولو ښځو ته د مارچ اتمې د مبارکۍ ترڅنګ وویل:" ښځو د ملي پروګرامونو په جوړولو کې ارزښتمند رول لوبولی او له ښو کارې وړتیاوو او پیاوړتیاوو څخه برخمنې دي.
هغې زیاته کړه د مالیې وزارت له کلیدي موخو څخه یو هم په دې وزارت کې د ښځو ونډه زیاتول دي."
همدارنګه په دغه غونډه کې د پنل په جوړولو سره په افغانستان کې د ښځو په لاسته راوړنو او ستونزو خبرې وشوې او د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه هم وویل شول.
د پروګرام په پای کې هغو ښځو ته چې په ورسپارل شویو چارو کې یې خپله وړتیا ښوودلې وه، ستاینلیکونه او مننلیکونه ورکړل شو او د مالیې وزارت نورو ښځینه کارکوونکو ته د دې وزارت له لوري ډالۍ ورکړل شوې.پاى _ ذکرالله

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته