سیاست

سيماسمر: د سولې په بهيرکې د ښځو زيات رول ضروري دى محمد عمر داوودزى: مشورتي لويه جرګه د کب په ٢٦مه جوړيږي

کابل / باختر/ د کب دمياشتې ۱ نېټه  
د افغانستان د بشر د حقوقو د خپلواک کميسيون ریيسې سيما سمر د سولې په بهيرکې  د ښځو په زيات رول ټينګار وکړ .
دباختر آژانس د خبرله مخې:
سيما سمر چې نن يې د ښځې او امنيت په باب د «ملي تحقیق» په نامه کنفرانس کې خبرې کولې، څرګنده کړه چې د سولې په بهيرکې بايد د هېواد ټول خلک په تېره بيا ښځې مانا داره ګډون ولري.
دې يادونه وکړه چې سولې ته د رسيدو لپاره په دې بهيرکې د خلکو د اکثريت ګډون ضرورى دى او خلک بايد د دغه بهير له ټولو پړاوونو څخه خبر وي .
دې څرګنده کړه: د خلکو په تېره بيا د ښځو مانا داره ګډون ضروري دى، په دې مفهموم چې هم د ښځو شمېر زيات شي او هم دغه ښځې د سولې د بهير د مقدماتو لپاره د پروګرام له پيل څخه د سولې د موافقه ليک د تطبیق په ټولو پړاوونوکې  حاضرې وي.
دې د جګړې د قربانيو مسئله مهمه وبلله او ويې ويل : موږ بايد د شخصي غچ اخيستنې مخه ونيسو او دملي روغې جوړې او يا سولې لپاره يوه تګلاره جوړه کړو.
د دې دڅرګندونوله مخې: د ښې حکومتوالۍ پياوړتيا او دجګړې د قربانيانو د خبرو اوريدل هغه نورې لارې دي چې له هغو څخه په استفادې سره کولاى شو سولې ته  ورسېږو.
د هېواد د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني په دې غونډه کې وويل: اوس هم موږ د هېواد په ځينو سيموکې دبشر دحقوقو د څرګند نقضولو شاهدان يوو، له دې جملې څخه سنګسار او صحرايي محکمې چې په ځينو ولايتونوکې ترسره کېږي.
دغه موضوع د زياتو مدني فعالانو، د بشر د حقوقو د دفاع د بنسټونو او د دولت د زياتې انديښنې سبب شوې ده.
ده يادونه وکړه چې ښځې د تپل شوې جګړې اصلي قربانيانې دي او د سولې په
بهيرکې بايد فعال ګډون ولري او د دوى غږ واوريدل شي .
رباني په ټينګار سره وويل: د ښځو له شتون پرته سوله په ټولنه کې د عدالت دقرباني
کولو په مانا ده .
د سولې د عالي شورا ددارالانشا رئيس اودسولې داجماع لپاره په سيمه ييزوو چاروکې
د جمهوررئيس استازي محمدعمر داوودزي هم وويل: دسولې بهير ښه پرمختګ
لري او موږ به په نږدې راتلوونکي کې په دې برخه کې دبدلونونو شاهدان و اوسو .
ده ټينګارو کړ: ترهغه وخته پورې چې دافغانستان دحکومت اوطالبانو ترمنځ مستقيمې
خبرې پيل نه شي، سوله به تامينه نه شي .
داوود زي يادونه وکړه: سولې ته د رسيدو لپاره ډيره ښه لاره سياسي خبرې دي او ددې لپاره چې طالبان له دولت سره مخامخو خبرو ته حاضر شي، د دې اړتيا ده چې دهغوۍ پرخلاف پوځي فشاردوام وکړي او سيمه ييزې هڅونې هم زياتې شي .
داوود زي وويل: دسولې مشورتي لويه جرګه دکب دمياشتې په ٢٦نيټه جوړيږي چې
درې ورځې به دوام وکړي اوپه همدې مقصد يو غيردولتي کميسيون جوړ شوى دى 
چې څه ناڅه پنځوس تنه پکې غړيتوب  لري .
دده دڅرګندونوله مخې ؛په دغه کميسيون کې د ښځو ونډه په سلو کې څه ناڅه ۳۰
دی.
دغه راز په کابل کې د امريکا سفير جان بس په دې غونډه کې په افغانستان کې دثبات
د اعاده کولو په لاره کې د خپل هېواد دهلو ځلو يادونه وکړه او ټينګار يې وکړ چې دغه بهيرکې د افغانانو په مالګيت پرمخ يوړل شي او په هغه کې د افغان ښځو رول ته زياته پاملرنه کېږي .
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته