ټولنه

په سمنګانو کې دکرونا دويمه پېښه ثبت شوه

کابل / دکب ٢١مه / باختر :
په سمنګانو کې دکرونا پر وېروس دويم اخته کس نوى له ايران څخه راستون شوى  دى.
د سمنګانو د عامې روغتيا رييس عبدالخليل مصدق باختراژانس ته وويل:  دغه سړى چې دکرونا پر ويروس اخته دى، نوى له ايران څخه راستون شوى او تر جدي څارنې لاندې دى.
مصدق له هغو کسانو  څخه چې نوي  له ايران څخه راستانه شوي دي، وغوښتل چې  د ١٤ ورځو لپاره په خپلو کورونو کې پاتې شي او د تبې، ټوخي، سر درد او سالنډۍ د لرلو په صورت کې د سلامشورو او د لازمو مرستو په خاطر له ٠٧٧١٧٩٦٨٠٣-٠٧٠٧٢٥١٣٨٣-٠٧٩٣٤٥٥٥١٥-٠٧٧٣٢٣١٨٨-٠٧٧٦٢٢٦٠٠٨-٠٧٧٥٣٠٠٦١٢-٠٧٨٩٦٥٩٥٤٥-٠٧٩٠٤٩٤٥٩٤-٠٧٧٣٢٣٨٨٠٧-٠٧٦٦١٨٠٠٠٦-اوذ٠٧٩٩١٨٣٠٥٩ شمېرو سره په اړيکه کې شي.
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته