کابل، د غوایی ۲۶ مه، باختر
په سمنګانو کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال پيل شوې پسرلنۍ سیالۍ د کندهاري لوبډلې په بریا پای ته رسېدلې دي.
د سمنګانو د بدني روزنې او سپورټ آمرمولوي نصیراحمد کامیاب د باخترآژانس خبریال ته ویلي چې دغه سیالۍ یوه میاشت وړاندې د والیبال فدراسیون په همکارۍ د ۱۶ لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې، چې پای لوبې ته کندهاري او سرکنده کلي لوبډلو لارموندلې وه، کندهاري لوبډله وتوانېده خپلې سیالې لوبډلې ته د ۳/۱ ګولونو په توپیر ماتې ورکړي او بریا خپله کړي.
د یادو سیالیو موخه یاد ورزش ته د ځوانانو هڅول ښودل شوې ده.