امنیت

شپږ تنه وسله وال طالبان په روزګان کې ووژل شول

کابل باختردمرغومي دمياشتې٢٩نيټه:
شپږ تنه وسله وال طالبان په روزګان ولايت کې په هوايي بريد کې ووژل شول.
په دغو وسله والو طالبانو تېره شپه د تيرينکوټ ښار ته څېرمه د دوى په مرکز بريد وشو  .
د هېواد په جنوب کې د ملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وويل چې د هېواد هوايي ځواکونو په دې بريد کې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او له ټولو جنګي وسايلو سره يې د دوى مرکز دړې وړې شوى دى. 
د را رسيدلو خبرونوله مخې: دغه وسله وال طالبان د يو لړ نويو بريدونو په سازمان
ورکولو بوخت وو چې پرې بريد وشو.
پاىجذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته