کابل باختر دوري دولسمه :
د پکتيا ولايت د ميرزکې ولسوالۍ مشرانو په دغې ولسوالۍ کې د ډار اچوونکو د هر ډول نفوذ د مخنيوي لپاره ژمنه وکړه .
د ميرزکې په ولسوالۍ کې د منګلو د قوم يوه مخور نياز محمد حقجو د باختراژانس خبريال ته وويل چې د دغې ولسوالۍ په لسګونو تنومشرانو او اوسيدونکو پرون په يوې غونډه کې په دغې ولسوالۍ کې د دولت د بيا رغاونې له پروګرامونو خپل ملاتړ اعلام کړ او ژمنه يې وکړه چې د دښمن او د ډار اچوونکو له نفوذ څخه په کلکه مخنيوي کوي .
په دې غونډه کې فيصله وشوه چې هر چا له دښمن سره همکاري وکړه دکور د سوځولو ترڅنګ به پنځوس زره افغانۍ جريمه کېږي او له سيمې به هم وېستل کېږي.
سرچينه زياتوي چې په دې غونډه کې له ځوانانو غوښتل شوي چې د خپلې ولسوالۍ د امنيت په تامينولو کې له پوځيانو سره همکاري وکړي .
ختم_ سعيده _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل