امنیت

وسله وال طالبان په راغستان ولسوالۍ کې ماتې وخوړه

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٢٧
د بدخشان ولايت د راغستان ولسوالۍ په مرکز د طالبانو د تيرې شپې پراخ بريد شنډکړى شو .
په لسګونو تنو يرغلګرو د تيرې شپې په نيمايي کې د بدخشان ولايت د راغستان ولسوالۍ په مرکز وسله وال بريد وکړ چې په پاى کې امنيتي ځواکونو او د وګړني پاڅون قوتونو وکولاى شول د راغستان ولسوالۍ مرکز د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاک کړي.
د بدخشان ولايت دامنيې قوماندانۍ د امنيت آمر سخيداد حيدري دباختر آژانس خبريال ته وويل چې د دغه بريد په بهيرکې دوه تنه وسله وال طالبان وژل شوي او درې تنه نور ټپيان شوي دي.
د را رسيدلو خبرونو له مخې: همد اوس د راغستان ولسوالۍ مرکز په بشپړه توګه د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاک شوى دى او خلک خپل عادي ژوندانه ته دوام ورکوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته