سیاست

مالیې وزیر د عامې روغتیا له وزیر سره وکتل

کابل باختر د غويي د مياشتې ٢٦ مه
دمالیې وزیر اکلیل حکیمي، نن د خپل کار په دفتر کې د عامې روغتیا له وزیر فېروزالدین فېروز سره وکتل.
دماليې وزارت مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې ، چې د دواړو خواوو تخنیکي ټیمونو هم شتون درلود، د ډاکټرانو د مالیو پر ستونزو او حل لارو هر اړخیزې خبرې وکړې.
د کتنې په پای کې پرېکړه وشوه چې له دواړو اړخونو څخه یوه تخنیکي کمېټه جوړه او د یادې ستونزې دحلولو په موخه هر اړخیزه څیړنه وکړي او خپل راپور راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته