نړۍ

اخضر ابراهيمي : د ژينو _ ٢پرونيو خبرو دومره برياليتوب نه درلود

ژينو باختر د سلواغې شپږمه
د ملګرو ملتو د سازمان  ځانګړى استازى اخضر ابراهيمي د سوريې د حکومت  او د سوريې د جمهور رييس بشار اسد د مخالفو ډلو له استازو سره له ګډې غونډې وروسته پرون په يو مطبوعاتي کنفرانس کې وويل چې د حمص ولايت له اوسيدونکو سره  د انسان دوستانه مرستو موضوع يې څيړلې ده.
ابراهيمي د پرونيو خبرو نتيجې په باره کې وويل چې خبرو دومره برياليتوب نه درلود.
د ملګروملتو د سازمان ځانګړي استازي وويل: ټاکل شوې ده نن د بنديانو د تبادلې په باره کې خبرې  وشي.
د ژينو _ ٢ د کنفرانس  د پرونيو خبرو په بهيرکې د دواړو لورو استازي په يوه خونه کې  حاضر وو؛ خو يو بل ته يې خطاب نه کاوه او د ملګروملتو د سازمان د ځانګړى استازى اخضر ابراهيمي ته په خطاب کې يې خبرې کولې.
د تيرې جمعې په ورځ د ژينو _٢ د کنفرانس د غونډې لومړۍ ورځ د دواړو لوروله مخامخې کتنې پرته  پاى ته ورسيده .
پخوا د سوريې دولتي ټلويزيون ددغه هيواد دبهرنيو چارو د وزير او د ژينو _ ٢ په غونډه کې ددغه هيواد داستازى وليد المعلم له خولې اعلام کړى و: په هغه صورت کې چې  د شنبې تر ورځې پورې جدي خبرې  پيل نشي؛ ښايي د سوريې حکومت  له دغو خبرو څخه ووځي .
د سوريې د جمهور رييس بشاراسد ځواکونو څه دپاسه يو کال مخکې په حمص کې د مخالفينو تر کنترول لاندې سيمې کلابندې کړې وې .
  له ٢٠١١  ميلادي کال راپديخوا  چې دسوريې کورنى جګړه پيل شوې ده؛ په دغه هيواد کې څه دپاسه سل زره تنه وژل شوي دي.
د سوريې په ګورنى جګړه کې څه دپاسه نهه مليونه تنه مهاجر شوي دي او دغې جګړې سوريې او ګاونډيانو ته يې  ستر انساني بحران پيدا کړى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته