امنیت

اووه ديرش تنه وسله وال مخالفين ووژل شول

_ کابل  باختر د چنګاښ ١٦ :
افغان امنيتي ځواکونو او نړيوالوقوتونوپه تيرو ٢٤ساعتوکې د هيواد په ځينو ولايتونوکې د چاڼيزوعملياتو په بهيرکې اووه ديرش تنه وسله وال مخالفين ووژل.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته  د يوې خبرپانې په ليږلوسره  ليکلي دي: دافغان امنيتي ځواکونو اودنړيوالو قوتونوپه هغو ګډو عملياتوکې چې  د ډار اچوونکوله شتون څخه دسيمودپاکولو په مقصد دجوزجان، ننګرهار، قندهار، لوګر ، غزني ، پکتيا او دهلمند د ولايتونو په  مربوطاتوکې ترسره شول؛   اووه ديرش تنه وسله وال طالبان ووژل شول، څلور تنه ټپيان او اوولس تنه نوريې ونيول شول.
د يادونې وړ ده چې په دغو عملياتوکې ديرش کلاشينکوفونه، پنځه ميله پيکا، شپږتوغندي ويشتوونکي، دوه ديرش کيلوګرامه نشه يي توکي، دوه موټرسايکلونه  او  يو موټر هم دافغان امنيتي  ځوکونولاسته  ورغلي دي .
ديوبل خبرله مخې: دکابل ولايت د امنيې قوماندانۍ د ملي پوليسومنسوبينو پرون دوه تنه دکابل ښار دشپاړلسمې امنيتي حوزې په  مربوطاتوکې د قاچاقو په تور ونيول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته