سیاست

اجرائيه رئيس: له شفافو انتخاباتو، د تقلب مخنيوى او د رايو ورکوونکو له نوم ليکنې څخه ملاتړ کوو

کابل باختر د سلواغې دمياشتې  ١٠:
اجرائيه رئيس ډاکتر عبدالله عبدالله پرون له غرمې وروسته د افغانستان لپاره  د اروپا اتحاديې له ځانګړي استازي او سفير فرانزميشل ملبين سره په سپيدار ماڼۍ کې وکتل.
د اجرائيه رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې د انتخاباتو او د انتخاباتي اصلاحاتو، د افغانستان د وروستي سياسي بدلونونه او پاکستان ته د ملبين د وروستي سفر د نتيجو په باب خبرې اترې وشوې.
په دې کتنه کې د هېواد اجرائيه رئيس يوځل بيا د انتخاباتي اصلاحاتو پر تطبيق باندې د اجرائيه رياست په ژمنو ټينګار وکړ او ژمنه يې وکړه چې د ملي وحدت حکومت ژمن دى ترڅو د شفافو، سالمو او سراسري انتخاباتو زمينه برابره کړي.
د اروپا اتحاديې ځانګړي استازي هم په خپلو خبروکې ټينګار وکړ چې دغه اتحاديه د شفافو انتخاباتو د ترسره کولو، د تقلب مخنيوى  او د رايو ورکولو په ټاکلو حوزوکې د رايو ورکوونکو له نوم ليکنې څخه ملاتړ کوي.
دواړو لورو د افغانستان او پاکستان د اړيکو په څيړنې برسيره له ډاراچونې سره د مبارزې او د اقتصادي اړيکو د پراختيا په لاره کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په همکاريو ټينګار وکړ.                                             

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته