امنیت

په فراه کې دطالبانو په مرکزونو مرګاني بريدونه

کابل باختردوږي دمياشتې٢١نيټه : 
يوولس تنه وسله وال طالبان په فراه ولايت کې د هوايي بريدونو په بهيرکې ووژل شول .
په دغو ډاراچوونکو تيره شپه  دفراه ښار ته څيرمه ددوى په پټنځيو هوايي بريدونه ترسره شول .
دهيواد په لويديځ کې دملي اردو يوه قوماندان باخترآژانس ته وويل ؛  په دې بريدونو کې يوولس تنه ډاراچوونکي  طالبان ووژل  شول.
درارسيدلو خبرونوله مخې ؛  وسله وال طالبان ديولړ بريدونو په سازمان ورکولو بوخت وو  چې پرې بريدونه وشول.
ويل کېږي په دې بريدونو کې له ټولو جنګي وسايلو سره يې دوسله والو طالبانو  دوه  پټنځي  هم دړې وړې شوي دي .
پاى   ج  ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته