کابل باختر د لړم دوه ويشتمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيوچارو وزارت سياسي معين ادريس زمان په کابل کې د روسيې فدراتيف هېواد له سفير الکساندر مانتيتسکي سره وکتل .
دبهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ ، په دې کتنه کې دروسيې سفير هيله څرګنده کړه چې دبهرنيو چارو وزارت دسياسي معين په توګه د زمان ددندې په بهير کې ددواړو هېوادونو اړيکې لازياتې پراختيا ومومي .
دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين هم دروسيې له فدراتيف څخه په وروستيو کلونوکې دمرستو په تيره بيا افغانستان ته دبورسونو دورکړې په خاطر قدرداني وکړه .
دواړو لورو ددوه اړخيزو او څو ارخيزو موضوعګانو او دراتلونکو غوڼدوپه باب خبرې وکړې .
ختم_ ف _ اکرم