ټولنه

کابل ښاريانو د انتخاباتو د ترسره کولو غوښتنه وکړه

کابل باختر دغبرګولي دمياشتې  ٢ :
په لسګونو تنو کابل ښاريانو په ډير لنډ ممکن وخت کې د پارلماني انتخاباتو د ترسره کولو غوښتنه وکړه.
د باختر آژانس د خبرله مخې: دغو کابل ښاريانو چې د مدني ټولنې غړي هم ورسره يو ځاى دي، د کابل د نوي ښار په پارک کې په راغونډيدو سره له دولت څخه وغوښتل چې په ډير لنډ ممکن وخت کې دې پارلماني انتخابات ترسره کړي او په هېوادکې د انتخاباتو د ترسره کولو لپاره زمينه برابره کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته