امنیت

په لغمان کې د ډار اچوونکو پرخلاف عمليات پيل شول .

کابل باختر د ليندى  دولسمه :
دډار اچوونکو پرخلاف عمليات  نن سهار  په لغمان ولايت کې  پيل شول .
دغه عمليات دملي اردو اودملي پوليسو  دسلګونو تنو ځواکونو په ګډون پيل شوى دى .
  دهېواد په ختيځ کې جګپوړي پوځي مقامات وايي  چې په دې عملياتو کې  هلې ځلې کوي  چې داليشنګ _ دولت شاه لويه لاره د ډار اچوونکو له شتون څخه پاکه کړي .
  داپه داسې حال کې ده چې دغه لويه لاره  په دې وروستيو وختو کې دوسله والو طالبانو  د پراخ شتون او فعاليتونو  ډګر دى .
  ډار اچوونکي په دې لويه لاره کې  دخلکو او مسافرو په ځورولو او په ملکي وګړو او پوځيانو  بريدونه کوي .
  د  ٢٠١ سيلاب قول اردو  درسنيو دفتر ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي چې په دې عملياتو کې  دملي اردو او دملي پوليسو  ځواکونه  ګډون کړي دي او هلې ځلې کوي  چې د اليشنګ _ دولت شاه لويه لاره  دډار اچوونکو له شتون څخه  پاکه کړي .
  ختم_ ج _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته