ټولنه

د حاجي محمدنعیم خان کوچي د وفات په مناسبت د جمهور رئیس محمداشرف غني د غمشریکۍ پیغام

کابل/ د غبرګولي ۲۹ مه/ باختر
په ډېرې خواشینۍ سره خبر شوم چې د لوی پکتیا، د احمدزیو د معزز قوم او کوچیانو دروند مشر حاجي محمدنعیم خان کوچی د ورپېښې ناروغۍ له امله وفات شو.
انا لله و انا الیه راجعون
حاجي نعیم خان کوچي د یووالي، ورورولۍ،  د یو بل د منلو او زغملو، جرګو، مرکو او سوله ییز ژوند د اسلامي او انساني ارزښتونو د ساتنې او پالنې مهارتونه عملا له خپلې درنې کورنۍ، مشرانو او چاپیریال څخه زده کړل. 
نوموړي د خپلې دغې ارزښتناکې پوهې له برکته د ولسونو خپلمنځي ستونزې د جرګو او مرکو له لارې هوارې کړې. د دوی شخړې او دښمنۍ یې په دوستۍ او ورورۍ بدلې کړې او تل به یې ولسونو ته د سوله ییز ژوند سپارښتنې کولې. 
افغانستان په دغه حساس پړاو کې په اساسي توګه پر هیواد د تحمیل شوي جنګ د پایته رسېدو، د تلپاتې او باعزته سولې د تامین او د هیوادوالو د هوساینې او سوکالۍ لپاره د حاجي نعیم خان کوچي په څېر د جرګو،  مرکو او خواخوږو مشرانو هراړخیزې پوهې او ذکاوت ته تر بل هر وخت لا ډېره اړتیا لري، د نوموړي مړینه یوه لویه ضایعه ده.
د مرحوم حاجي محمدنعیم خان کوچي درنې کورنۍ، دوستانو او ټولو هیوادوالوخصوصا د لویې پکتیا، احمدزیو قوم او کوچیانو مشرانو او ولسونو ته د نوموړي د وفات له امله خپل د ډاډګېرنې او خواخوږۍ مراتب څرګندوم او د خدای تعالی په دربار کې مرحوم ته د فردوس جنت هیله کوم.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته