ټولنه

څه ناڅه ٨٠٠ تنه مهاجرين له ايران څخه هيواد ته راستانه شول

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٩
څه دپاسه ٨٠٠ تنه مهاجرين په تيرو دوو ورځو کې له ايران څخه هيواد ته راستانه شول.
دمهاجرينو د راستنولو د چارو وزارت دخپرونو رييس او وياند اسلام الدين جرات نن دباختر آژانس خبريال ته وويل: ٨٢٩تنه مهاجرين په خپله خوښه داسلام قلعه بندر له لارې دهرات ولايت ته راستانه شول.
ده وويل: ددغو کسانو له جملې څخه ٣٢ تنو دمهاجرت سندونه لرل چې دملګرو ملتو دسازمان عالي کميشنرۍ له خوا ورسره نغدي مرسته شوې ده او نور راستانه شوي کسان دهرات ولايت دمهاجرينو دراستنولو د چارو رياست له خوا دمرستې دترلاسه کولو په مقصد په هرات کې دمهاجرت دنړيوال سازمان دفتر ته معرفي شوي دي. جرات وويل دنيمروز ولايت دمهاجرينو دراستنولو دچارو رياست هم ويلي دي چې د روانې اوونۍ په بهير کې ٨١ تنه مهاجرين له ايران څخه دغه ولايت ته راستانه شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته