سیاست

د هند جمهوررئیس د پیغام له لارې جمهوررئیس محمد اشرف غني ته د هېواد د خپلواکۍ ذ کالیزې مبارکي وویله

کابل/ د زمري ۲۸ مه / باختر

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني ته د هند جمهوررئیس رام ناته کوویند له لوري د هیواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو ۱۰۱ کالیزې په مناسبت د مبارکۍ پیغام رارسېدلی دی.

د هند جمهوررئیس په خپل دغه پیغام کې لیکلي: افغانستان او هندوستان له بې شمېره مشترکاتو څخه برخمن دي. زموږ لرغونو اړیکو تر پېړیو دوام لرلی او د تېر په پرتله پیاوړې شوې دي او موږ  د بې وزلۍ، بې عدالتۍ، ساري ناروغیو او تروریزم په څېر دښمنانو سره په ګډه مبارزه کوو.

هغه زیاته کړې،موږ یو ځل بیا له دیموکراتیک، امن، سوله ییز، هوسا او ټول شموله افغانستان څخه پر خپل ملاتړ ټینګار کوو او هیله لرم چې د خپلواکۍ دغه کالیزه به افغانستان ته سوله او هوساینه ورپه برخه کړي.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته